طالبانو لغمان کې قومي مشر وژلی

comments 0

هندوکش ــ لغمان: د لغمان په مرکز مهترلام کې یو قومي مشر له دوو نورو کسانو سره ووژل شو.
د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله وویل چې پرون سهار وسله والو طالبانو یو ځایي قومي مشر ګل خان او دو نور کسان چې یو تن یې زده کوونکی و، په وسله وال برید کې ووژل.
د ځایي خلکو په وینا په دې برید کې قومي مشر ګل خان او یو بل کس ځای پرځای ووژل شول او بل کس د سختو ټپونو له امله چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون د انتقال په حال کې و، په لاره کې ساه ورکړه.
وسله والو طالبانو په دې رسنیو ته څه نه دي ویلي دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې درې کسه ځوانان چې دوه ورونه او یو یې د تره زوی و نامعلومو کسانو د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژلي وو چې په تړاو یې لا تراوسه هم څوک نه دي نیول شوي.
فرهاد شهراني

Comments