طالبانو لخوا د داعش ترهګرې ډلې ځیني مشران اعدام شول

comments 0

هندوکش: طالبانو هغه نیول شوي داعش مشران چې غوښتل یې فاریاب نه ننګرهار ته سفر وکړي اعدام کړل.
طالبانو لخوا په خپور شوي خبر کې راغلي چې د اغا جلیل تر مشرۍ لاندې ګن شمیر داعشیان يي د هیواد په لویديځ کې د خپلو اعمالو په سزا رسولي دي.
خبر کې راغليچې دغه ډله يي د افغانستان په لویديځ کې هغه مهال اعدام کړي دي چې غوښتل یې فاریاب نه ننګرهار ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د هیواد په بیلابیلو نقطو کې داعشیانو او طالبانو ترمنځه خونړۍ جګړې رامنځته شوي چې له امله یې داعش تړهګړې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو دا لومړی ځل دی چې طالبان د داعش ترهګرې ډلې د ځینو مشرانو د اعدامولو نه خبر ورکوي.
داعش ترهګرې ډلې تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلي .
که څه هم داعش ترهګره ډله پدې وروستیو کې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لمن د افغانستان د ختیځ نه لویدیځ او شمالي ولایتونو ته هم غځولې ده . خو ویل کیږي چې د افغانستان په هر ولایت کې میشت طالبانو دغې ترهګرې ډلې ته سخته ماته ورکړې چې ډیر شمیر مشران او غړي یې وژل شوي دي.
امان دوران

Comments

Leave a Reply