طالبانو قومي مشر شهید کړی

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار:وسله والو طالبانو ننګرهار کې قومي مشر محمد ګل شهید کړی دی.

یوې امنیتي سرچینې وویل چې دغه قومي مشر تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په ګرټک سیمه کې شهید شوی دی.

سرچینه وایي، افغان ځانګړو ځواکونو بیا تېره شپه د ښار په دویمه ناحیه کې د القاعده شبکې مهم غړی نیولی دی.

سرچینه وایي، تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ احمدخېلو سیمه کې صفر دوه قطعې  عملیات کړي چې یو طالب سرګروپ یي وژلی او شپږ شکمن يي نیولی دي.

Comments