طالبانو غور ملکي وګړي شهیدان کړي

comments 0

هندوکش – غور: د غور- هرات پر لویه لاره د مسافرو پر موټر ډزو کې ۳ تنه شهیدان شوي .
راپورونه وایي، نن سهار نا مالومه وسله ‌والو د غور- هرات پر سړک، د مسافرو یو موټر درولی، نارینه او ښځېنه یې بېل کړي او بیا یې پر نارینه ‌وو ډزې کړي دي.
عیني شاهدانو ویلي، وسله ‌وال دوه تنه وو او پوځي یونیفورم ‌یې اغوستی و.
د هغوی په وینا، وسله ‌والو اول د مسافرو مالونه واخیستل، بیا یې سره بېل کړل او تر هغه وروسته ‌یې ډزې ورباندې وکړې.
د غور د دولتي روغتون سرطبیب ویلي، دوه ټپیان وروړل شوي، خو د دواړو روغتیايي وضعیت خراب دی.
د غور د والي ویاند، عبدالحی خطیبي ویلي، دا کار وسله ‌والو طالبانو کړی او په دې سیمه کې طالبان فعالیت کوي چې کله ناکله سړک ته راوځي او خلک چور کوي.
امیر حسین سلجوقي

Comments