طالبانو غزني خلکو ته خندقونه کیندلي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزنی: طالبانو د خندق د عملیاتو له اعلان وروسته د غزني د اندړو په لار کې خندقونه ایستلي او لارې یې تړلي دي.
ځايي اوسیدونکي وایي، طالبانو د افغان ځواکونو د عملیاتو له ویرې لارو او سړکونو کې خندقونه ایستلي او ماینونه يې پکې فرش کړي دي.
ځايي اوسیدونکو باندې د لارې له بندیدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او ورځنیو کارونو کې له ستونزې سره مخ دي.
طالبانو دې ولسوالۍ ته پلان جوړ کړی چې سقوط یې کړي او له افغان ځواکونو سره یې نښتې پیل کړي.
د غزني ولایت مقام بیا وایي، لار د سختو نښتو له کبله تړل شوي او ژر به خلاصه شي.
د غزني د والي ویاند وایي، د طالبانو پرضد ګډو ځواکونو عملیات پيل کړي او ممکن تر څو ورځو په دې سیمو کې طالبان یا له منځه لاړ شي او یا په شا شي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments