طالبانو شهرک ولسوالۍ کې ملکي وګړي یرغمل کړي

comments 0

هندوکش – غور: د غور د والي ویاند وايي، وسله والو طالبانو د هرات ـ غور پر لار د شهرک ولسوالۍ اړوند سیمه کې شپږ مسافر له موټر ښکته کړي او نامالوم لور ته یې بیولي دي.
د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، پېښه دهنه حصار سیمه کې شوې چې یرغمل شوي ټول ملکي وګړي دي.
تراوسه مالومه نه ده چې طالبانو یاد کسان ولې له موټر ښکته کړي، خو په دې او ورته نورو سیمو کې ډير کله طالبان ملکي وګړي له موټر ښکته کوي او بیا یې دولت سره د همکارۍ په تور وژني.
امیر حسین سلجوقی

Comments

Leave a Reply