طالبانو د کابل ـ کندهار پر لار زیات پلونه ړنګ کړي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کابل ـ کندهار د لوی لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي، طالبان په دې لار ټول پلونه په بمونو الوزولي چې په لار تګ راتګ یې ستونزمن کړی او له خطر ډک سفر وي.
د مسافرو د لیږد بسونو چلوونکي وایي، طالبانو دا کار د دې لپاره کړی چې هر کله وغواړي د موټرو مخې ته راووځي او له خلکو شوکه وکړي.
هغه مسافران چې له دې لارې تیریږي د شپږ ساعتونو مزل یې ورته اته ساعتونو ته رسولی او سفر یې له خطر ډک وي.
موټر چلوونکي وایي، په دې لار وخت ناوخت طالبان راوځي او له خلکو پيسې او نور قیمتي شیان اخلي.
په دې لار هغه کسان هم له موټر ښکته کیږي او بیا د پيسو په بدل کې خوشې کیږي چې طالبانو ته یو څه پیسه دا ر ښکاريږي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply