طالبانو د کابل او غور لویه لار د خلکو تګ راتګ پر مخ تړلې ده

comments 0

د غور ولایت یو چارواکی وایي، چې تېره ورځ تر یوې وسلوالې نښتې وروسته امنیتي ځواکونه د خپلو ولسوالیو ته تلل، نو طالبانو د غچ اخېستو لپاره لار د خلکو پر مخ تړلې ده.
د غور دولتیار ولسوال محمد موسی کلیم وایي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته تېر سهار پیل شوې وه.
ځینو مسافرو هم د پدې اړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو هم کله امنیتي خواکونو سره نښته کوي دوی داسې غوره کوي چې د عامه خلکو تګ راتګ زیات وي، دوی له طالبانو غوښتي چې عامه ځایونو او د ملکي خلکو ژوند ته دې جدي پام وکړي.
طالبانو د دې نښتې او د لارې د تړل کېدو په اړه څه نه ‌دي ویلي.
امیرحسین سلجوقي

Comments