طالبانو د پکتیکا ځینې لارې تړلي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په یو شمېر ولسوالیو کې د لارې بندېدو له امله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
ځايي خلک وایي، طالبان د پاکستاني ملیشو په همکارۍ د جګړې لپاره چمتووالی نیسي او په خلکو یې عمومي لارې بندې کړي او هیڅ ډول موټرو او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د لارو له بندیدو سره په ځینو ولسوالیو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او خلک غوښتنه کوي چې د لارو د خلاصون لپاره دې د طالبانو پرضد عملیات وشي.
د پکتیکا والي بیا ټينګار کوي، چې ستونزه يې له مرکزې حکومت سره شریکه کړې او تر راتلونکې یوې اوونۍ به د لارو خلاصون لپاره عملیات پیل کړي.
د پکتیکا والي الیاس وحدت منلې چې طالبانو د ځینو ولسوالیو لارې تړلي او دوی کار کوي چې څنګه کیدای شي دا لارې د خلکو پرمخ خلاصې کړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments