طالبانو د پکتیا ـ زرمت نوی جوړ شوی سړک په بمونو الوځولی

comments 0

هندوکش ــ کابل: وسله والو طالبانو تېره ورځ سهار د پکتیا ـ زرمت سړک چې تازه یې د پخېدو چارې روانې دي، په بمونو الوځولی دی.
د وسله والو طالبانو دغه عمل د سختو ولسي غبرګونونو سره مخ شوی دی، عامو خلکو پر ټولنیزو رسنیو د وسله والو طالبانو دغه کار په سختو ټکو غندلی دی.
د محمد امیر په نوم یو کس پر خپل فېسبوک لیکي: « دا سړک کافر و، نو ځکه خو طالبانو ویجاړ کړو، طالبان د دین او مذهب په نوم له هر څه سره دښمني کوي.»
د مرجان هڅاند په نوم یو بل ځوان بیا پوښتنه کړې « تاسو تر اوسه داسې عکس لیدلی، چې د تهران، عشق آباد، آسلام اباد او یا کوم بل هيواد سړک چا داسې په بمونو الوزولی وي؟ د خپل وطن ورانول د خپلو خلکو اراده نه ده، دا دپردیو پردۍ اراده ده، طالبان په ريښتیا هم د پردیو برنامې پر مخ وړي.
د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، طالبان د دې سړک له جوړېدو سره جدي مخالفت لري او نه غواړي چې کارونه یې بشپړ شي.
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د دغه سړک د الوځولو په غبرګون کې په وسله والو طالبانو غږ کړی: «راځئ د افغانستان په جوړولو کې سیالۍ وکړو؛ نه د افغانستان په ورانولو کې. دا سړک زرمتیانو او پکتیاوالو ته جوړېږې؛ دې باندې مسلمانان تګ راتګ کوي؛ په دې رنځوران ځئ، دې باندې به افغانان تجارت کوي ترڅو په خپل ځان بسیا شي..»
د چارواکیو په خبره، له امنیتي تدابیرو سره سره بیا هم وسله وال طالبان تېره ورځ په دې توانیدلي دي، چې سړک ته بمونه کېنوي او انفجار ورکړي.
د پکتیا خلکو بیا پر طالبانو غږ کړی دی، چې د عامه پروژو پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments