طالبانو د پښتنو په ملاتړ لاریون باندې ډزې کړي

comments 0

هندوکش-پکتیکا: تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاهور له غونډې سره هم مهاله د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمنه بازار کې خلک د دې غورځنګ په ملاتړ راټول شول.
لاریون کوونکي وايي، طالبانو یې د لاریون مخنیوی کاوه چې پرمهال یې نښته رامنځته شوې او څلور لاریون کوونکي او دوه طالبان ټپیان شوي دي.
لاریون کوونکي وايي، هغه وخت چې له سیمو څخه د لمنې بازار ته را روان و، طالبانو هڅه کوله چې مخه یې ونیسي، په لاریون کوونکو یې ډزې وکړې چې لاریون کوونکو پرې ځوابیه برید کړی دی.
د لاریون زیات ګډونوال هغه کسان و چې له شمالي وزیریستان څخه افغانستان راکډه شوي دي.
لاریون کوونکو له کوزو پښتنو ملاتړ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې تر هغې به کرار کینه ني چې د پښتنو حقونه نه وي ترلاسه شوي.
عمران احمدزي

Comments