طالبانو د هېواد په بېلا بېلو ولایاتو کې د باج اخیستو په موخه د مخابراتي شبکو فغالیتونه له ستونزو سره مخ کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایي، د هېواد په ځینو ولایتونو کې طالبان د شپې لخوا مخابراتي پایو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. له دې وړاندې هم طالبانو د شپې لخوا د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې مخابراتي شبکو ته د فعالیت اجازه ځکه نه ورکوله، چې ګواکي ددې شبکو پر مټ دوی څارل کېږي او د حکومت لخوا ور باندې شپني عملیات تر سره کېږي.
دغه اداره وایې چې د طالبانو د اخبره د تخنیکي اړخه هېڅ د منلو نده، بلکې د دوی قوماندان غواړي د دې لارې پر مخابراتي شبکو فشار را وړي، چې دوی ته باج ور کړي
د مخابراتو د تنظیم ادارې ارقام ښايي چې طالبانو اوس مهال د ۲۳ ولایتنو په بېلا بېلو ولسوالیو کې دغه محدودیت وضع کړی دی، نوموړي ویلي چې د پيسو له ور کړې پرته طالبانو د مخابراتي شبکو د سوځولو او په بمونو د الوځولو ګواښ هم کړی دی.
وسله والو طالبانو تر دې مهال څه ندي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments