طالبانو د مغلانو لیسه کې ماینونه ایښې

comments 0

هندوکش – غزنی: راپورونه وایي، د غزني د مرکز اړوند سیمه کې طالبانو په یو ښوونځي کې ماینونه ځای په ځای کړي و چې نن سهار یې چاودنه کړې.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند روح الله منصوري وايي، ماینونه د لومړۍ حوزې اړوند مغلان سیمه کې ايښودل شوي و چې د چاودنې له امله یې یو سرتېری او یو بل کس ټپیان کړي دي.
د مغلان د نجونو ښوونځي کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکز و او له تېرو څو ورځو راهیسې پکې نوم لیکنه روانه وه.
د غزني پولیس وایي، په دې ولایت کې د طالبانو لیکو ته پنجابیان راغلي او هر هغه کار کوي چې د دې ولس او هېواد په تاوان وي.
شاه رسول غزنوی

Comments