طالبانو د لغمان والي رحمت الله یارمل په موټریز کاروان ځانمرګی برید وکړ

comments 0

هندوکش ـ لغمان: نن سهار شااوخوا لس بجې د لغمان والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان باندې وسلوالو طالبانو ځانمرګی برید تر سره کړ.
ښاغلي یارمل تر برید وروسته له رسنیو سره خبرو کې وویل، چې له برید څخه روغ وتلی دی.
د والي ویاند اسد الله دولتزي هم رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ښاغلی یارمل د ولایت له مېلمستون څخه د یوې سیمې لیدو ته په موټر کې پر لاره و چې د «سلطان غازي بابا» ښارګوټي اړوند سیمه کې موټر بم ځانمرګی برید پرې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه موټر بم برید کې ۸ تنه وژلي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل، چې په وژل شوو کسانو کې شپږ ملکي وګړي او دوه امنیتي ساتونکي دي.
د لغمان د روغتیا رئیس ډاکټر صمد علي بیا وویل، چې له دغې پېښې څخه روغتون ته اوه جسدونه او ۲۸ زخمیان وړل شوي دي چې ډېر یې عام خلک دي او د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی.
دا برید په داسې مهال تر سره کیږي چې له وسلوالو طالبانو سره د د سولې مخامخ خبرې پيل شي او طالبانو ورسره هممهاله خپلو بریدونو کې زیات کړي، طالبانو ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي او یو بشردوستانه اوربند کوي نه یې تاوتریخوالي کم کړ او نه یې په جګړه يې کموالی راوستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت وویل، چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې د وسلوالو طالبانو په بریدونو کې ۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان شوي دی.
فرهاد شهراني

Comments