طالبانو د فراه ولایت د رود ولسوالۍ لارې د خلکو پر مخ تړلې دي

comments 0

هندوکش ـ فراه: د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي، چې وسلوالو طالبانو پرې لارې بندې کړې دي.
د ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې وسلوالو طالبانو له دوو اوونیو راهیسې د فراه رود لاره بنده کړې چې له کبله ‌یې په دې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د کمښت او بیې هم لوړې شوې دي.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب په دې اړه وویل، چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د فراه رود ولسوالۍ لاره خلاصه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه ویلې وو، چې وسلوالو طالبانو د ارزګان او کندهار ولایت لویه لاره په تراکتور سره ویجاړه کړې ده.
په ورته وخت کې د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې طالبانو په کندهار ولایت کې دعام المنفعه پرو او ولسي وګړو په وژلو لاس پورې کړی دی.
چارواکي وايي، چې طالبانو دیاد سړک په ویجاړیدو سره د دوه ولایتونو اوسیدونکي له ستونزو سره لاس او ګریوان کړل.
په عین حال کې ځايي اوسیدونکو له طالبانو وغوښتل چې نور دې دبهرنیو هېوادونو په خوښه خپل هېواد مه ورانوئ او له جګړې لاس واخلئ.
امیرحسین سلجوقي

Comments