طالبانو د زر تنه افغان بندیانو پوره کولو لپاره په لویو لارو د مامورینو کوزول پیل کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغان حکومت یوه پیاوړې امنیتي سرچینه وایي، طالبان له افغان حکومت څخه خپل ۵ زره خطرناک او په ترهګریزو پیښو کې نیول شوي طراحان بندیان غواړي خو په مقابل کې یې دغه ډله د افغان حکومت زر تنه په مخفي زندانونو کې نه لري.
سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط دا هم وایي،چې طالب مرکچي پلاوي د خپلو بندیانو د خلاصون په بدل کې د افغان دولت د زر تنه کارکوونکو او سرتېرو د خوشي کولو خبره کړې وه خو سرچینې وایي چې وسله وال طالبان په خپلو بندیخانو کې زر تنه بندیان نلري او په همدې اساس یې ټولو خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې ده چې ژر تر ژره دې په لویو لارو کې دولتي او نادولتي مامورین او سرتیري ښکته او یاد سهم تر ټاکل شوې مودې پورې بشپړ کړي.
سرچینه وایي، په همدې اساس دې د افغان دولت په دستګاه کې د ولس په خدمت بوخت ټول وطنداران پر نا امنو لارو د زیاتې اړتیا او لازمو تدابیرو پرته له تګ راتګ جداً وکړي: (( طالبانو د همدې امر له مخې د شنبې په ورځ د غزني په مقرو کې ۲۹ تنه مسافر له موټرو کوز کړي وو، چې افغان ځواکونه پرې خبر شوي او دغه مسافر یې ژغورلي دي.))
سرچینه وایي، افغان ځانګړو ځواکونو په ۱۳۹۸ کال کې د طالبانو لسګونه زندانونه مات کړي دي چې افغان سرتېري او مامورین په کې کم خو ملکیان په کې زیات بندیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې طالب مشرانو ویلي، امریکا سره له تړون وروسته به د باور جوړونې لپاره ۵ زره طالب او زر تنه افغان بندیان له دواړو خواو خوشې کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments