طالبانو د خپلو زندانیانو په اړه د افغان حکومت د ښه نیت سند رسنیز کړی، دوی پاکستان ته په اشارې ویلي چې اړیکې ور سره نه پرېکوو

comments 0

هندوکش ــ کابل: وسله والو طالبانو د افغان حکومت داسې یو پټ سند چې له حسن نیت ډک وړاندیزونه او په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګیدو  پر شرایطو ولاړ دی، رسنیز کړی دی.
دغه سند چې په ټولینزو شبکو کې طالبانو ته د یو شمېر نېږدې سرچینو له خوا نشر شوی، په اړه یې د طالبانو د رهبرۍ له قوله ویل شوي چې افغان حکومت دغه سند د قطر سیاسي دفتر ته لیږلی و.
د افغان حکومت له لوري د طالبانو د قطر دفتر ته په لیږل شوي دغه لیک کې راغلي چې زندانيان به په دې شرط چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ځي ازادیږي، طالبان به عملاً ثابتوي چې د سولې نيت لري، تاوتریخوالی به کموي او بین الافغاني خبرې به پيلیږي.
ياد لیک چې اوو مادې لري دا هم پکې ويل شوي دي چې طالبان باید د سولې د خبرو له پيل سره سم د ټولو ترهګریزو شبکو او له يو شمېر هغه هیوادونو سره چې دوی په افغانستان کې تاوترخوالي او جګړې ته هڅوي پټې اړيکې پرې کوي.
د دغه سند یا لیک په يوه ماده کې دا هم ويل شوي، چې زندانیان به د دوی جرم او د کړي جنایت څرنګوالي ته په کتو په سلسله وار او تدریجي ډول خوشې کيږي.
طالبانو د افغان حکومت په لیک کې وړاندې شوي شرایط رد کړي او دوی ته یو شمېر نېږدې سرچینو دا هم ویلي، چې د طالب ډلې لپاره به دا ډېره سخته وي له خپلو ملاتړو او یو شمېر هېوادونه سره چې اشاره یې پاکستان ته ده اړیکې غوڅې کړي.
طالبان داسې مهال د افغان حکومت له لوري دوی ته لیږل شوی لیک رد او رسنیز کوي چې لدې وړاندې یې د خپلو بندیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني فرمان هم رد کړی و.
یاده دې وي چې افغان حکومت ويلي دي چې په مشروط ډول به د ښه نيت په پار ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي خو د ټولو خوشې کول به تدریجي او حالت ته په کتو وي نه داسې چې ټول ټال زندانیان په ډله ایزه بڼه يو ځل خوشې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments