طالبانو د جګړې ګواښ کړی

comments 0

هندوکش ــ ایران: یوه ورځ‌ وروسته له هغه چې د ناټو ځینو چارواکو وویل داسې نه ښکاري چې د مۍ میاشتې پورې به د دوی ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، طالبان وايي که بهرني عسکر ونه وتل،‌ خپله جګړه به روانه وساتي.
ایران ته تللي‌ د طالبانو د پلاوي غړي وايي‌ چې له امریکا سره په تړون کې دا خبره شوې ده چې دوی به د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي.
د طالبانو د پلاوي ‌یو غړي‌ سهیل شاهین په تهران کې خبریالانو ته ویلي‌ دي‌ چې له تړون وروسته د ۱۴ میاشتو څخه وراخوا که «امریکايي او د ناټو عسکر په افغانستان کې پاتې کیږي، د افغانستان د اشغال په معنی ده.»
هغه وویل که داسې وشي،‌ دوی به خپله جګړه روانه وساتي.
توریالی سحر

Comments