طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو په پیل سره جګړې ته زور ورکړی

comments 0

هندوکش ـ کابل: د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان وایي، چې وسلوالو طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو په پیل سره جګړې زور ته ورکړی او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې بریدونه او هدفي وژنې زیاتې کړې دي.
دوی په طالبانو غږ وکړ، چې د سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مه مخ کوئ سوله او اوربند وکړئ.
دا په داسې حال کې ده، چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل څخه ۵ ورځې تیریږي او مذاکرات لاهم روان دي، خو وسلوالو طالبانو په تیرو ۵ ورځو کې په ۲۸ولایتونو او ۱۵۰ ولسوالیو باندې وسلوال بریدونه کړي، چې په پایله کې یوازې ۱۰ ۰تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments