طالبانو د ارزګان اوکندهار ولایتونو لویه لاره په تراکتور ویجاړه کړې ده

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو د ارزګان او کندهار ولایت لویه لاره په تراکتور سره ویجاړه کړې ده.
په ورته وخت کې دیاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې طالبانو په کندهار ولایت کې دعام المنفعه پرو او ولسي وګړو په وژلو لاس پورې کړی دی.
چارواکي وايي، چې طالبانو دیاد سړک په ویجاړیدو سره د دوه ولایتونو اوسیدونکي له ستونزو سره لاس او ګریوان کړل.
په عین حال کې ځايي اوسیدونکو له طالبانو وغوښتل چې نور دې دبهرنیو هېوادونو په خوښه خپل هېواد مه ورانوئ او له جګړې لاس واخلئ.
عبدالله اڅکزی

Comments