طالبان دې د مذاکراتو په لړ کې لومړی اوربند وکړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون د وسلوالو طالبانو له مذاکراتي پلاویو غواړي چې د مذاکراتو په لړ کې دې تر هر څه وړاندې لومړی پر اوربند هوکړه وکړي.
دې کمېسيون پرون (چهارشنبه د لیندۍ په ۱۹مه) د «بشري حقونو نړیواله ورځ او د جګړې قربانیانو د یاد ملي ورځ» تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې پرمهال ويلي، مذاکراتي پلاوي دې لومړی د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړې ته ورسیږي.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي: «د سولې مذاکراتي پلاوي دې د خپلو خبرو او پرېکړو بنسټ اساسي قانون، د بشري حقونو نړيواله اعلاميه او نړیوال تړونونه وټاکي.»
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسون په خبرپاڼه کې د دغه کمېسيون رئيسې شهرزاد اکبر له قوله ویل شوي چې دامهال په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي درول ضرور دي او زياتوي چې په مذاکراتو کې تر هرڅه لومړی باید د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو په اړه ګام واخیستل شي.
نوموړې ویلي: «تر ټولو لومړی ګام بايد د تاوتريخوالي ختمول او پر اوربند هوکړه وي. تر دې را وروسته، تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه، د سولې په پروسه کې د قربانيانو مانادار حضور او د تلپاتې سولې په اجنډا کې قربانيانو ته ځاى ورکول دي.»
شهرزاد اکبر همدا راز د سولې په مذاکراتو کې د جګړې قربانیانو د حقونو پر خوندیتوب باندې هم ټینګار کړی دی. له دې يوه ورځ وړاندې ملي پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله ويلي چې د چهارشنبه به د سولې مذاکراتي پلاويو ترمنځ جدي بحثونه پيل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments