طالبانو دوه ملکي وګړي شهیدان کړي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: له ننګرهار څخه راپورونه وایي، وسله والو طالبانو دوه ملکي وګړي شهیدان او امنیتي ځواکونو د ۲ پاکستانیانو په ګډون ۳ وسله وال طالبان ووژل .
ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې د وسله والو طالبانو له لورې دوه ملکي وګړي،چې د جګړې څېرمه یې کورونه وو،په ډزو سره په شهادت رسولي .
د یادې نښتې پر مهال د امنیتي ځواکونو له لورې ۳ وسله وال طالبان چې دوه یې پاکستانیان دي،وژل شوي او درې نور ټپیان دي،همدا راز په دې نښته کې یو سیمه ییز پولیس هم شهید شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments