طالبانو دفاریاب ولایت قرغان ولسوالۍ لپاره نوې جوړ ه شوې ودانۍ په بمونو الوځولې ده

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تیره شپه طالب وسلوالو دفاریاب ولایت قرغان ولسوالۍ لپاره نوې جوړه شوې اداري ودانۍ په بمونو الوځولې د ه.
چارواکي وايي، چې په یادې ودانۍ ۲۳ میلونه افغانۍ لګښت راغلي او ۹۰ سلنه رغنیزې چارې یې بشپړې شوې وې.
چارواکي زیاتوي، چې طالبانو له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې په داسې کړنوسره په ولس کې ویره خپره کړي او ځان قوي وښي.
په ورته مهال کې دیادې ولسوالۍ اوسیدونکو دطالب وسلوالو یاد عمل په سختو ټکو سره غندلی او له طالبانو یې غوښتي دي، چې د عامه تاسیساتو په وړاندې له دښمنۍ لاس واخلئ او مه یې ویجاړوئ.
عاطفه مصمم

Comments