طالبانو خوست کې د ملکی وګړو په کور د هاوان مرمۍ توغولې له امله ۶ تنه ملکي وګړی ټپیان کړي

comments 0

هندوکش ـ خوست: د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ ناوخته وسلوالو طالبانو د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په یوه کور باندې د هاوان مرمۍ توغولې، چې له امله یې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
چارواکي زیاتوي، چې طالبان د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې هدفي وژنو او بریدونو ته زور ورکړی او د خلکو په منځه کې یې ویره خپره کړې ده.
په ورته مهال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د طالبانو د یاد عمل په غبرګون کې وايي، چې طالبانو د سولې پرځای په جګړه تمرکز کړی او د سولې په نوم روانه پروسه یوازې د وخت ضایع او د بهرنیو له لوری جوړه شوې دسیسه ده.
دوی همدا راز د طالبانو یاد عمل په سختو ټکو سره غندلی او په طالبانو یې غږ کړی، چې جګړه بس کړئ او سوله وکړئ.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Comments