طالبانو خندق کې ماتې خوړلې

comments 0

هندوکش – کابل: ولسي جرګې د طالبانو د خندق عملیاتو او د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په تړاو امنیتي چارواکي استجواب کړي و چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو یې ځواب ووایي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي چې طالبانو د خندق عملیات د ټاکنو د ګډ وډولو لپاره پيل کړي، خو دوی د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره یې په زرګونو سرتیري ګمارلي او له ټاکنو وړاندې پلان لري چې له دوه سوو زیاتو ولسوالیو کې تصفوي عملیات پیل کړي .
ملي دفاع وزارت بیا وايي، د خندق عملیاتو له پیله تراوسه یې په سوونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې دی.
د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل، افغان ځواکونه په بیلابیلو سیمو کې د ترهګرو ډلو په ځپلو بوخت دي او له کومې ورځې چې طالبانو د خندق عملیات پيل کړي، ورسره سم پرې د افغان ځواکونو بریدونه زیات شوي او سخت یې ځپلي دي.
بهرامي ډاډ ښودلی چې د افغان ځواکونو هوايي او ځمکني بریدونه به د طالبانو د خندق عملیات ناکام کړي او بری به د افغان ځواکونو کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments