طالبانو جوزجان کې ملکي وګړي وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: د جوزجان سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی چې وسله والو طالبانو په قوش تپي ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي د جاسوسۍ په تور په ډزو وژلي دي.
د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني وایي، یاد کسان تېره ورځ ناوخته د قوش تپې ولسوالۍ په حوض بیلي سیمه کې طالبانو له ثبوت پرته وژلي دي.
د سیمې اوسیدونکو هم وژل شوي کسان ملکي وګړي یاد کړي چې په خبره یې بزګران و.
قوش تېپه په جوزجان کې هغه ولسوالي ده چې ځینو سیمو کې یې طالبان فعالیت کوي او خلک یې په ژوند کې تنګ کړي دي.
د یادونې وړ دې چې داعش وسله والې ډلې تردې وړاندې په قوش تپې ولسوالې کې عزیز الله عبدالرحمن زوي چې قومي متنفذ او مخور سپین ږیرۍ وو طالبانو سره همکارۍ په تور له نیول کیدو وژلې دې.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply