طالبانو ته د هوکړې لپاره شرط / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د چهارشنبې سهار یې له ولسمشر غني سره په ارګ کې لیدلي دي.
خلیلزاد په دې لیدنه کې ولسمشر محمد اشرف غني ته د پاکستان د وروستي سفر په تړاو مالومات ورکړي چې هلته یې له پاکستاني چارواکو سره اسلام اباد کې څه خبرې کړی دي.
په دې لیدنه کې د قطر د وروستیو ناستو په تړاو هم له ولسمشر غني سره مالومات شریک شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا زلمي خلیلزاد ته وریاده کړې چې طالبانو سره له هوکړې وړاندې دې پر هغوی ومني چې تاوتریخوالی به کمیږي.
له تاوتریخوالي هدف دا دی چې طالبان به ښارونو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي چې ملکیان یې قرباني دي.
طالبان به نور ړانده ماینونه د سړک پر سره نږدي چې ملکي وګړي یې قرباني دي.
طالبان به له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي او هیڅ ترهګرې ډلې ته به پنا نه ورکوي.
طالبان به اوربند او له حکومت سره مخامخ خبرې کوي، د مخامخ خبرو لپاره اوربند ځکه شرط دی چې هره پېښه کولی شي د سولې خبرې سبوتاژ کړي.
دغه راز د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره به خبرې کیږي چې خپله خاوره کې د ترهګرو روزنځایونه او پټنځایونه به له منځه وړي.
دا هغه شرایط دي چې د بین الافغاني خبرو وړاندې باید ترسره شي او تر هغې دې امریکا او طالبان هوکړه نه لاسلیک کوي، تر څو چې طالبانو دا شرایط نه وي منلي.
دا شرطونه کوم فرمایش نه دی، بلکې د افغان ولس غوښتنه ده او لوی مشورتي جرګه کې د خلکو استازو ټینګار پرې کړی دی.
افغان حکومت سولې ته قوي اراده لري او پایداره سولې ته د رسیدو لپاره دا شرطونه ضروري امر دی او پرته له دې هیڅ افغانان پایداره سولې ته نه شي رسیدلی.
امریکا له طالبانو دومره مجبوریت نه لري، څومره چې له افغان حکومت او افغانانو لري، ځکه امریکا خپل ولس ته بیا دلیل نه لري چې افغانستان یې ولې پرته له کومې هوکړې پريښود، یانې اتلس کلنه ماموریت یې ترسوال لاندې راځي.
اوس ځینې سرچینې له قطر څخه وایي چې خلیلزاد طالبانو ته شرط ایښی چې د اوربند په هوکړه به د بحثونو هوکړه لاسلیک کیږي.
که دا کار وشي طالبان مجبور دي چې د جګړې د ختم او سولې ته رسیدو لپاره اساسي شرطونه ومني، ځکه طالبانو ته بله لار نه ده پاتې چې د باور رامنځ ته کولو لپاره یې وکاروي.
طالبان چې له اوربند ډاریږي، لامل دا دی چې په خپلو جنګیالیو باور نه لري، بیا به یې منسجم نه شي کړلی.

Comments