طالبانو ته د نیکولسن خبرداری

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیلکوسن طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د سولې خبرو ته حاضر نه شي، و به وژل شي.
نیکولسن ډاډ ښودلی چې طالبانو په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او اوس ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي او عامه ځایونو کې بریدونه کوي.
طالبان له تېرو شپاړسو کلونو راهیسي د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي او اوس یې د جګړې ډګر ګرم ساتلی.
نیکولسن طالبانو ته خبرداری ورکړی چې (( طالبانو فکر کوه چې ګټونکي دي، خو جګړه کې یې ماتې خوړلې او که د سولې له بهیر سره یو ځای نه شي، وژل یې حتمي دي.))
د نظر خاوندانو هم له طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې لار خپله کړي او د جګړې له لارې به هیڅکله هدف ته و نه رسیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply