طالبانو ته د ایران پیغام: د تشدد له لارې واک ته د رسېدونکي حکومت مخالف یو

comments 0

هندوکش ــ ایران: ایران طالبانو ته ویلي، افغانستان کې له داسې حکومت سره مخالفت کوي چې د زور او تشدد له لارې واک ته ورسېږي.
دغه څرګندونې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان پرون د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره د کتنې پر مهال وکړې.
د ایران سفیر ونه‌ویل چې د هغه هېواد چارواکو څه وخت طالبانو ته دا خبرې کړې دي، خو د طالبانو د قطر دفتر یوه لوړپوړي پلاوي وروستیو کې ایران ته سفر کړی و او هلته‌یې له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې د ایران د سفیر له قوله راغلي چې هېواد یې افغانستان کې د اوربند او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې ملاتړ کوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په جوړولو کې د ایران پر رول ټینګار کوي.
توریالی سحر

Comments