طالبانو ته د ایران په پوځي مرکزونو کې پوځي زده کړې ورکول کيږي

comments 0

هندوکش: د طالبانو او ایران تر منځ د پټو اړيکو په تړاو اوس اوس نوي رازونه نړۍ والو رسنیو تر لاسه کړي دي.

په نوې کړنه کې په بريټانيان کې خپريدونکې دټايمز ورځپاڼې ليکلي دي چې طالبانو ته د ایران د سپاه پاسداران ډلې او پوځ له لوري د ياد هیواد په پوځي مرکزونو کې پرمختللې زده کړې ورکول کيږي.

د ورځپاڼې په خبره:« سلګونو طالب جنګيالي د ایران د ځانګړو ځواکونو په پرمختللو پوځي مرکزونو او روزنیزو سنټرونو کې تر روزنې لاندې دي، ایران غواړي په دې کار سره په افغانستان کې په روانه تپل شوې جګړه کې ښکيل طالبان را خپل کړي او يا لږ تر لږه په ياد هیواد کې خپلې ګټې د طالبانو په شتون کې خوندي کړي.»

ددې خپرونې په وينا ایران له طالبانو څخه ددې لپاره هم ملاتړ کوي چې يو لوري ته تهران خوندي شي او بل لوري ته هغه فشار چې امریکا يي په نوره نړۍ کې پر ایران راوړي ایران يي له واشنګټن څخه غچ په افغانستان کې واخلي او ددې کار لپاره طالبان ایران ته تر ټولو ارزانه پريوزي.

باید وویل شي چې په فراه، نیمروز، هرات او هلمند کې ایراني مشاورین  طالبانو ته سلامشورې ورکوي، د ایران وسلې او ماينونه ورسره دي او تر دې مخکې يوې رسنۍ ويلي وو چې له ایران څخه زرګونو بې اسنادو موټرسايکل هم په يادو ولايتونو کې طالبانو ته په واک کې ورکول شوي دي.

بلخوا يوې باوري سرچينې هندوکش ته ويلي دي چې د تيرې مياشتې په اواخرو کې د طالبانو او ایران تر منځ په پټه ناسته کې چې په زاهدان کې شوې وه ایران طالبانو ته امر کړی دی چې په سويل او لويديځ کې به ولايتونه نه سقوط کوي بلکه د ناامنه ساتلو په لړ کې به اجازه نه ورکوي چې په دې ولايتونو کې پراختيايي پروژې پلي شي او يا د اوبو بندونه جوړ شي.

سرچينه وايي:« په فراه کې د ایران له مخامخ ملاتړ سره سره د طالبانو سختې ماتې ایران ته دا وښوده چې افغان ځواکونه پياوړي شوي دي او د نظامي فشار په شتون کې بهرني ځواکونه هم پکې مداخله کوي نو ښه به داوي چې د طالب ځپلو پرځای طالبان شپږ سويلي او لويديځ ولایتونه ناامنه وساتي څو د اوبو د مدیريت پروژې پلې نشي او ایران ته ور روانې وړيا اوبو همداسې روانې پاتې شي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظريف هم ويلي وو چې په افغانستان کې د اوبو مدیريت ورته د منلو نه دی او که چیرته اړتيا شوه دوی تیار دي چې هر ډول اقدامات وکړي.

بلخوا تر دې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د اوبو د مدیريت له پیل سره سم د هیرمند د اوبو حوزې ته راغلی وو او طالبانو ته يي په زاهدان اوشیراز کې د دفتر پرانيستلو اجازه هم ورکړه.

په سويل او لويديځ کې سیاسي شنونکي هم په دې نظر دي چې طالبان د پاکستان د نيابتي جګړې تر څنګ اوس د ایران د ګټو د تامين په خاطر هم جګړه کوي او تر ډيره له طالبانو سره د نویو وسلو او پيسو شتون يي ښکاره ثبوتونه دي.

باید وویل شي چې طالبان له روسانو څخه هم وسلې او پیسې اخلي او روسي رسنۍ طالب پلوي خبرونه په ډيره زياته پيمانه خپروي او يو ډول يي د طالبانو د تبلیغاتي ستونزې د حل په خاطر غیرمستقيم د طالب وسله والو د نارسمي ويندويي چارې پر غاړه اخیستي دي.

 

Comments