طالبانو تخار کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی ـ چارواکي

comments 0

هندوکش ــ تخار: د تخار د والي ویاند جواد هجري وویل چې وسله والو طالبانو پرون دوشنبه سهار ۱۱ بجې د تالقانو مربوط د بودله په نامه یوه مجهز منځنی ښوونځی سوځولی دی.
هغه وايي چې په دغه ښوونځي کې ټول هغه وسایل چې د یو مجهز ښوونځي لپاره په کار وو موجود وو او ټول سوځیدلي دي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل الله اسیر هم وايي چې د بهارک ولسوالۍ سره په سرحد کې د تالقانو د ښار مربوط ښوونځی وسله والو طالبانو سوځولی دی چې په بشپړه توګه له منځه تللی.
هغه وايي چې ښوونځي ساتونکي لري خو نن د دغه ښوونځي ساتونکی رخصت و.
د تخار د معارف ویاند عظیم الله توحیدي هم وايي چې وسله والو متوسطه ښوونځی سوځولی دی خو دوی اوس د معلوماتو په راټولولو بوخت دي.
هغه وايي چې په دغه ښوونځي کې ۲۹۲ تنه شاګردان په زده کړو بوخت وو چې له جملې څخه یې ۱۷۴ تنه هلکان او ۱۱۸ تنه نجونې دي.
د بودله منځي ښوونځي ۹ درسي او اداري خونې درلودې چې له ټولو اسنادو سره سوځیدلي دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د دغه ښوونځي د سوځولو په اړه او سمیه ییزو چارواکو د ادعا په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
دا لومړۍ ځل ندی چې د طالبانو لخوا د عامه تاسیساتو او بلخصوص د ښوونځیو د سوځولو او ویجاړولو راپورونه ورکول کیږي، بلکې لدې وړاندې هم طالبانو د خپلو عملیاتو پر مهال پلونه، سړکونه، د برق پايې، د دولت لخوا د اوبو جوړیدونکي بیدونه، کلینیکونه او مکتبونه ویجاړ کړي دي.
نجیبه سروري

Comments