بالاخره طالبانو هم تائید کړه، چې له زلمي خلیلزاد یې د بلېنکن لیک تر لاسه کړی

comments 0

هندوکش ــ کابل: وروسته له هغه چې تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له لوري افغان ولسمشر ته د لیک کاپي ډاګیزه شوه او پراخ بحثونه یې را وپارول، بالاخره وسله والو طالبانو هم تائید کړه، چې له زلمي خلیلزاد یې د انټوني بلېنکن یو لیک تر لاسه کړی دی.
نن دوشنبه د «جهاد غږ» په نوم د طالبانو یوې وېب پاڼې دغه خبر نشر کړی دی. د دغه خبر په دوام کې راغلي:« د افغانستان دسولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل زاد د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر او د مذاکراتي هیئت له غړو سره په لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن هغه لیک چې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په ادرس لیکل شوی، محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته وسپارلو .»
د طالبانو دغه وېپاڼې لیکلي:« په دغه لیک د افغانستان د مسئلې په سولییز حل، د راتلونکي ټول شموله حکومت په جوړیدو، د تاوتریخوالي د کمولو، او اوربند په اړه پکې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته جدي لارښوونې شوې وې. امریکا له اسلامي امارت غوښتي چې د سولې لپاره راغلی چانس باید له لاسه ور نکړي او د تاوتریخوالي په کمولو او اوربند کې خپلې هڅې وکړي.»
جهاد غږ له دې اخوا نور جزئیات ندي په ډاګه کړي، خو لیکلي یې دي:« ملا عبدالغني برارد زلمي خلیلزاد ته ډاډ ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو غوښتنې ته به مثبت ځواب ووايي او د تاوتریخوالي په را کمولو کې به جدي کار وکړ‌ي.»
اخو په امریکا کې مېشت هاشم وحدت یار چې د افغان سولې پروسه له نېږدې څاري او د امریکا په څېړنیزو مرکزونو کې ویناوې کوي، وايي چې امریکا د افغان سولې او په افغانستان کې د یو جمهوري نظام د ټینګښت لپاره مجبوره ده، پر طالبانو له بل هر چا ډېر فشار را وړي.
نوموړی زیاتوي:« دا طالبان دي، چې جګړه نه بندوي، د القاعده سره لا هم اړیکې ساتي، د امریکا رقیبو هېوادونو ته له شک ډک سفرونه کوي، د جمهوري نظام منلو او ټاکنو کې برخې اخیستو ته چمتو ندي، هغه ټاکنې چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې ور باندې میلیاردونه ډالر سرمایه ګذاري کړې ده، امریکا د جمهوري نظامونو سر لارې ده، هغه به د دې هر څه د منلو لپاره مجبوره وي پر طالبانو سخت ډیپلوماټیک فشارونه وارد کړي، طالبان هم مجبور دي، ټاکنې او جمهوریت ومني، د دې په څنګ کې هغه بنسټونه چې په تېرو شلو کلونو کې په سختې مالي او ځاني قربانۍ جوړ شوي هم باید ومني، ځکه د افغانانو او نړیوالې ټولنې ټینګار پر همدې دی.»
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments