طالبانو بیا د ثواب! لپاره افغانان شهیدان کړل

comments 0

هندوکش – کابل: طالبانو د چهارشنبې په ورځ د کابل شهرنو سیمه کې یو دفتر باندې برید وکړ چې ۵ کسان یې شهیدان کړل او ۲۵ نور یې ټپيان کړل.
که څه هم طالبانو فکر کو چې په دې برید کې به زیات شمېر افغانان شهیدان کړي، خو ځانګړو ځواکونو په وخت اقدام وکړ او د زیاتو تلفاتو مخه یې ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې د برید پرمهال دوه سوه کسان د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.
په دې برید کې پنځه بریدګر هم د افغان ځواکونو له لوري په کم وخت له منځه تللي دي.
طالبانو په داسې حال کې په دې دفتر برید وکړ چې کارمندان یې افغانان او ټول روژه په خوله و.
برید کې یوه میرمن هم شهیده شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments