طالبانو به نیول شوې ولسوالۍ وساتي؟/ سیدالله پاچا

comments 0

طالبانو وروستیو دوه میاشتو کې یو شمېر ولسوالیو باندې بریدونه وکړل، دا بریدونه طالبانو د ملکي وګړو څخه په استفاده او د ملکي خلکو کورونو کې په جګړې وکړل چې ځینو ولسوالیو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مجبور شول چې له ولسوالیو شاتګ وکړي او طالبان مخکې لاړ شي.
د افغان ځواکونو د شاتګ یو لامل دا و چې طالبانو د ملکي خلکو له کورونو د سنګر کار اخیسته، پر افغان ځواکونو یې د ملکي وګړو له کورونو بریدونه کول او افغان ځواکونو دا مناسبه نه ګڼله چې مقابلو ډزو کې د ملکي وګړو کورونو باندې بریدونه وکړي.
د خلکو د ژوند ساتلو او خوندی کولو لپاره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ځینو ولسوالیو کې مجبور شوي چې شاتګ وکړي او تر منظم کیدو او نوي پلان وروسته به بیا پر طالبانو باندې ځمکه تنور کوي.
د فراه د اناردرې ولسوالۍ نیول
د فراه اناردرې ولسوالي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترې شاتګ کړی و، د شنبې په ورځ له یو نوي پلان سره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دې ولسوالۍ ته ننوتل او پرته له دې چې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان ورسیږي، طالبان یې له دې ولسوالۍ بیرته شاتګ ته اړ کړي او یو شمېر طالبان چې پاکستانیان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ټپيان دي.
طالبان په دې پوهیږي چې ولسوالۍ یوه میاشت هم نه شي ساتلی او بیرته یې ترې افغان ځواکونه نیسي، خو طالبان د خپل بادار څخه مجبوریت لري چې تاوتریخوالی زیات کړي او زیاته ویجاړي رامنځ ته کړي.
تاسو به سوشل میډیا کې ویډیوګانې لیدلي وي چې تازه دمي ځواکونه اناردرې ولسوالۍ ته دننه شوي او د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.
طالبانو په اناردرې ولسوالۍ کې څو ورځې فعالیت سره دا ولسوالۍ او بازارونه ویجاړ کړي، سوځولي او له دوکاندارانو او سوداګرو یې هر څه چور کړي دي، دا یواځې اناردرې ولسوالۍ کې دا کار نه دی شوی، بلکې هره ولسوالۍ څخه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شاتګ کړی، طالبانو پکې ویجاړۍ رامنځ ته کړي دي.
تاسو به خواله رسنیو کې د قیصار ولسوالۍ او د فراه اناردرې ولسوالۍ ودانۍ لیدلي وي چې طالبانو پکې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړي او له منځه یې وړي دي.
طالبان دا کار ځکه کوي چې پوهیږي، ولسوالۍ تر اوږد مهال نه شي ساتلی، نو د دې لپاره چې افغان دښمنه هېوادونو ته طالبان ځان نږدي کړي، هڅه کوي چې زیات ویجاړی رامنځ ته او زیاتې وینې توی کړي چې لا ډير امتیازات ترلاسه کړي.
طالبانو ته د پاکستان نوي تګلاره
طالبانو ته وروستیو کې د کویټې شورا ویلي چې هره سیمه کې چې چا جګړه وکړه او مخکې تګ یې وکړ، زیاته وینه یې توی کړه او زیات ځایونه یې ویجاړ کړل، هغه ته به د طالبانو په لیکو کې ځانګړي امتیازات ورکول کیږي.
دغه راز د طالبانو وسله والو ته ویل شوي چې هره سیمه کې مخکې تګ وشو، وسلې ترلاسه شوې هغه به د هغو کسانو وي چا چې نیولي دي.
د پاکستان له لوري طالبانو ته یو بل لالچ دا ورکول شوی چې هره سیمه کې چې مخکې تګ وشو، بازار کې هر ډول مالونه ورته غنیمت دي او کولی شي چې له خلکو یې په زور باندې واخلي او خپل کار پرې جوړ کړي.
د دې تر څنګ پاکستان د طالبانو وسله والو ته د هر پل، پلچک، کلنیک، روغتون، ښوونځي او نورو عامه تاسیساتو د ورانیدو په بدل کې ځانګړي امتیازات ټاکلي دي او له همدې کبله طالبان هره سیمه کې له مخکې تګ سره یو ځای سړک، پل ، پلچک او نور عامه ځایونه ورانوي او په بدل کې یې د امتیازاتو په لټه کې دي.
د طالبانو تر فعالیت لاندې سیمو کې د خلکو غوښتنه
هغه سیمې چې تازه پکې طالبانو جګړه زیاته کړې او فعالیت یې پکې پراخه کړی دی، خلک له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې بیرته خپلو مرکزونو ته ستانه شي او خلک به یې په ملاتړ باندې د طالبانو پرضد وسله واخلي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د عامو خلکو د ژوند خوندي ساتلو په موخه له ځینو مرکزونو وتلي دي، ځکه طالبانو د خلکو له کورونو د سنګر ګټه اخیسته او مقابل کې افغان ځواکونو نه شو کولی چې د خلکو کورونو باندې بریدونه وکړي، په داسې حال کې چې طالبانو د خلکو کورونو کې سنګرونه نیولي و.
اوس چې طالبان ځینو سیمو ته دننه شوي پر خلکو یې ژوند سخت کړی دي، له خلکو باج غواړی، د خلکو ښوونځي، روغتون او نور عامه تاسیسات یې یرغمل کړي او خلک په ډير سخت وضعیت کې دي.
طالبان د دې سربیره خلک په ژوند کې تنګ کړي دي، د طالبانو په لیکو کې خلک شخصي تربګنۍ پالي، د نشه‌يي توکو قاچاق کوي، انسان تښتونه او باج ګیري کوي او له همدې کبله خلک په تمه دی چې څنګه موقع پیدا شي چې له افغان ځواکونو سره یو ځای د طالبانو پرضد جګړه وکړي.
ځینو سیمو کې ولسوالۍ طالبانو ته په لوی لاس خوشې شوي چې دا یو استخباراتي راز بلل کیږي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبره وروسته به مالومه شي چې طالبان څومره تاوان کوي.
د افغان ځواکونو وړتیا او مورال
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړ مورال سره د طالب ترهګرو سره مبارزه کوي او د خلکو او هېواد د ساتلو لپاره د دې پاکستاني ملیشو پروړاندې لکه سپر ولاړ دي، افغان ځواکونه تر طالب څو چنده زیات مورال لري، زیات امکانات لري، خو دا چې دا ځواکونه د خلکو د ناموس او ژوند لپاره روزل شوي، ځینو مواردو کې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته انتقال کیږي او طالبان بیا دې انتقالیدو ته د سقوط نوم ورکوي.
دا ښه دی چې طالبان هره سیمه کې د مخکې تګ ویډیوګانې خپله خپروي، داسې ویډیوګانې خپروي چې یو ځای ودانۍ ته بمونه ږدي، له منځه یې وړي، بل ځای سړک او پلچک الوځوي او د الله اکبر په نعرې سره یې له منځه وړي.
افغان ځواکونه په یوه شپه او ورځ کې د دې توان لري چې هغه سیمې بیرته ونیسي چې وروستیو دوه میاشتو کې ترې شاتګ کړی، خو طالبان بیا د خلکو کورونو کې ځای نیسي او بیا به پر افغان ځواکونو باندې برید کوي.
وروستۍ جګړې او د طالبانو مرګ ژوبله
که وروستیو جګړو کې د طالبانو سختو بریدونو سره یو ځای د طالبانو مرګ ژوبله پرتله شي، دومره لوړه ده چې په دوه میاشتو کې د یو کال مرګ ژوبله ورته اووښتې ده.
خواله رسنیو کې ټویټر او فیسبوک ادارې اجازه نه ورکوي چې د طالبانو د جسدونو عکسونه او ويډیوګانې خپرې شي، طالبان د هر برید تر شا دومره وسله وال له لاسه ورکوي، لکه مرغانو ته چې خوراک کې زهر واچوي او په یو ځای مردار شي.
هرې ولسوالۍ باندې د طالبانو برید کې په سړکونو او کوڅو کې د دوی جسدونه پراته وي، خو دا بد بوټی دومره ډير کسان دي چې هیڅ یې ختمیدل نشته، هره ورځ په اوسط ډول ۳۰۰ طالبان وژل کیږي او همدومره نور ټپيان کیږي، خو بیا هم د پاکستان مدرسې شته چې هره ورځ ترې د دې څو چنده زیات کسان د ترهګرۍ لپاره ویستل کیږي.
لکه شنبه چې د فراه د اناردرې ولسوالۍ بیرته له طالبانو ونیول شوه، داسې به ټولې ولسوالۍ په ترتیب سره د افغان ځواکونو لاس ته بیرته ورشي او طالب به یواځې ویجاړۍ وکړي او د خپلو کسانو جسدونه به تر شا پریږدي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسوالۍ ستراتيژیک موقعیت ته ګوري چې ایا په جګړه باندې ارزي او که نه، ایا ولسوالۍ ساتلو کې د خلکو څومره ګټه ده او شاتګ یې څومره په ګټه دی، دې ټولو اړخونو ته په کتو به پریکړه کیږي او په یوه شپه باندې لس کمانډو د زر طالبانو لپاره بسنه کوي چې بیرته ترې ولسوالۍ ونیسي.

Comments