طالبانو بلخ کې ډیارلس تنه ځايي خلک وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: د طالب ډلې په وسله وال بړید کې په یوه جومات کې ۱۳ تنه مونځ کوونکي وژل شوي دي.
په ولسي جرګې کې د یاد ولایت استازي ګلالۍ نور صافي رسنیو ته وویل چې دا پیښه تیره ورځ ناوخته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې وژل شوي خلک تول عام وګړي دي.
پیښه د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیرخان درانې تاییدوي خو وایې چې مړه شوي کسان محلي پولیس دي چې طالبانو لخوا وژل شوي دي.
د بلخ ولایت مرکزي روغتون مسوولین بیا وایي چې تیره ورځ د پیښې له ځایه ۱۳ مړي شفاخانې ته راوستل شوي چې شفاخانې ته له رسیدو مخکې خپل ژوند يې له لاسه ورکړې وو.
یاده دې وي چې تردي مخکې طالبانو په ورته پیښو کې افغان وګړې په مسجدونو کې له منځه وړي چې ډیرې یي عام وګړي ول.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply