طالبانو بغلان کې غلا ته بډې وهلي

comments 0

هندوکش – بغلان: راپورونه وایي، طالبان د بغلان د لویو لارو په اوږدو کې له موټر چلوونکو د ګمرکي محصول په نوم پيسې اخلي.
د بغلان والي وايي، د وسله والو طالبانو مالي سرچینې وچې شوي او اوس غواړي له خلکو پیسې تر لاسه کړي.
د بغلان والي ته د سیمې خلکو ویلي چې طالبانو ترې د عشر او زکات په نوم باج اخلي او هغه کسان چې د پیسو له ورکړې انکار وکړي، په مرګ ګواښل کیږي.
بلخوا د بغلان اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي حکومت تورنوي، چې ګنې د خلکو او د لویو لارو امنیت نه شي ساتلی.
ځايي خلک له افغان ځواکونو غوښتنه کوي چې د لویو لارو د امنیت ساتلو لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي او خلک دې د طالبانو له شر وژغورل شي.
نجیبه سروري

Comments