طالبانو بغلان کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي

comments 0

طالبانو د بغلان – کابل لويې لار کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي دي.
راپورونه وايي، طالبانو تېره شپه «کيله‌ګي» سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په دې نښتو کې چاته زیان نه دی رسېدلی خو طالبانو له نښتو وروسته دوشي ولسوالۍ کې د بغلان ـ کابل لویې لارې پر سر د تېلو ۶ ټانکر سوځولي دي.
سرچينې وايي، طالبانو د ياد ټانکرو ۵ موټر چلوونکي له ځانه سره وړي چې له دې ډلې دوه يې نن سهار موندل شوي دي او درې نور لا هم ورک دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، طالبانو په همدې سيمه کې د يوه موټر څلور سپرلۍ له هم ځانه سره وړي دي؛ خو د بغلان امنيتي مسوولان وايي، امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او طالبانو له سيمې تېښته کړې ده.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
نجیبه سروري

Comments