طالبان؛ د افغان دولت میلمانه، که بندیان !؟ مطیع الله علیزی

comments 0

هغه طالبان چې د جګړو په لیکو کې او یا ځانګړو عملیاتو کې په پټنځایونو کې ونیول شي، بندیان کیږي، په لومړنیو څېړنو کې څو ورځې نظارت خونه کې وي او هر کله یې چې دوسیه بشپړه شي او جرم یې معلوم شي، زندان ته ځي او هلته د خپل جرم سزا تېروي.

افغان دولت د بشر حقونو ته ژمن دی او د دې لپاره له زندانیانو سره داسې چلند کوي چې فکر کوي زندانیان نه، میلمانه دي، د دې مقالې لوستونکي که زندانونو ته تللي وي، هلته به یې لیدلي وي چې د زندانیانو لپاره د ژوند ټول امکانات شته او یواځې ازادي یې سلب شوې ده.

د دې مقالې یواځې هغه لوستونکي به باور و نه کړي چې نه زندان ته تللي او نه یې له کوم زنداني سره په دې تړاو خبرې کړي وي، فکر کیږي چې افغان زندانونه به داسې وي، لکه د نورو وسله والو ډلو چې وهل ټکول، په نیمه خیټه ډوډۍ او بې خوبي.

په دې مقاله کې یواځې د څرخي پله زندان په اړه لیکم، دې زندان کې دطالبانو لوړپوړي قومندانان بندیان دي، یوازې ازادي یې سلب ده، مدرسې ورته شته دي چې د قرانکریم د حفظ او تجوید تر څنګ پکې د دیني علومو زده کړې هم کوي.

تاسو به لیدلي وي چې هر کال د څرخي پله له زندان څخه د قرانکریم حافظان او دیني علماء فارغیږي او د فضلیت دستار ورته تړل کیږي، د مدرسې لپاره ټول امکانات دولت برابروي او د دې لپاره چې د زندانیانو وخت بې ځایه تېر نه شي، د زده کړو فرصت یې ورته برابر کړی دی.

د دیني زده کړو تر څنګ د عصري علومو مرکزونه هم شته دي، کمپیوټر ښودنه پکې شته چې زندانیان کولای شي په خپلو اوقاتو کې زده کړه وکړي او د دې لپاره استادان هم ورته ګمارل شوي دي.

زندانیانو ته د دیني او عصري زده کړو تر څنګ حرفوي زده کړو مرکزونه هم شته چې کولای شي، نجاري، خیاطي، خامک دوزي او نور کارونه زده کړي او د دې لپاره ورته ټول امکانات برابر دي چې کولای شي په خپل وخت ترې ګټنه وکړي.

د زده کړو تر څنګ د زندانیانو لپاره د سپورت میدانونه شته چې عام پکې والیبال دی او کولای شي چې د خپل تقسیم اوقات سره سم لوبه وکړي او ساعت تېري هم وکړي.

په زندانیانو کوم جبر نشته چې کوم وخت ویده کیږي او کومه وخت زده کړه کوي او یا بیداره ناست مطالعه وکړي، زندانیان د خپل واک دي او په زندان کې یې یواځې ازادي سلب ده، نور د ژوند ټول امکانات ورته شته دي.

دا د افغان حکومت ژمنتیا ښيي چې د بشر حقونو ته یې لري، کنه همدا ډلې چې لکه د میلمنو په زندانونو کې ناست دي او ښه خواړه او ښه ژوند یې برابر دی، افغان دولت ورته دښمن ښکاري او په هر ځای کې چې هر کله یې په دولتي مامور لاس بر شي، له منځه یې وړي.

افغان دولت باور لري چې دا ډلې کومې چې نن په زندانونو کې پرتې دي، غولول شوي افغانان دي او یوه ورځ داسې راتلونکي ده چې ټول حقایق به درک کړي او له خپلې کورنۍ سره به عادي ژوند پیل کړي.

په دې ډلو کې ځینې هغه چې جرمونه یې کم وي، ولسمشر یې هر کله په تړاو فرمان صادروي چې له بنده ازاد شي او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي

افغان دولت په زندانونو کې د دې لپاره هم له زندانیانو سره ښه چلند کوي چې څنګه کیدای شي دوی ته وښيي چې همدا دولت ستاسو دی او دولت له تاسو او ستاسو له کورنیو سره هیڅ ډول دښمني نه لري.

زندانیان په بندخونو کې د پولیسو د ښه چلند خاطرې ځان سره وړي او زیات یې داسې دي چې له دې وضعیت متاثره شوي او بیا جرمونو او جګړو ته نه مخه کوي، هغه حرفوي زده کړې چې په زندان کې یې کړي وي د هم هغې په دوام خپل کار کوي او کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ او ارام ژوند پرې برابروي.

دا د زندانیانو حق دی او له زندانیانو سره ښه چلند د افغان دولت بشري دنده ده چې سر ته یې ورسوي او هغوی چې تبلیغات کوي چې په زندانونو کې له زندانیانو سره ناسم چلند کوي، کله اعتصاب کوي او کله نورې پلمې لټوي، یواځې د دې لپاره چې جرمونه یې لوی دي، خو د خوشې کولو غوښتنه کوي.

د ولسمشر د فرمان په تړاو څو ځلې اعتصاب وشو او دې ته طالبانو بل رنګ وکړ چې ګنې له زندانیانو سره ناسم چلند کیږي، خو داسې نه ده، معترضینو غوښتل چې دولسمشر د عفو په فرمان کې شامل شي، خو جرمونه یې لوی دي او دوی په فرمان کې نه شي شاملیدلی.

Comments

Leave a Reply