طالب؛ جګړه له افغانانو او سوله له امریکا سره کوي / منان توحیدیار

comments 0

0 Views

له هغې ورځې چې طالبانو جګړه پيل کړې افغانانو پرې د سولې غږ کړی، خو طالبانو هر کله دا غږ رد کړی او له امریکا سره یې د سولې په خبرو ټینګار کړی.
طالبان چې د جګړې لپاره راپورته شوې یوه ډله ده، سرلاري او تمویل کوونکي یې نه غواړي چې سوله وکړي او د جګړې له لارې پرې خپلې ګټې تعقیبوي.
د افغان حکومت له وروستي دریځ سره چې د طالبانو ټولې پلمې یې ختمې کړې، طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې وویل چې پر افغان حکومت باور نه لري او دا دریځ یې د طالبانو لپاره یوه دسیسه ده، داسې دسیسه چې طالبان تسلیم کړي.
د افغان حکومت له دریځ څو ورځې وړاندې طالبانو د امریکا حکومت ته یو لیک لیکلی و چې د سولې د خبرو غوښتنه یې کړې وه، خو امریکا په بین الافغاني سولې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې طالبان په رسمیت نه پيژني او هیڅ ډول د سولې خبرې ورسره نه کوي.
امریکا ویلي چې افغان طالبان په افغانستان کې له افغانانو سره جګړه کوي او پکار ده چې د سولې خبرې هم له هغوی سره وکړي.
د طالبانو دا دریځ چې جګړه له افغانانو او سوله له امریکا سره غواړي، ټول افغانان ګوته په غاښ کړي چې طالبانو څه ډول یو دریځ لري، کله چې یوه ډله له امریکا سره جګړه نه کوي، نو بیا ولې ورسره د سولې د خبرو وړاندیز کوي.
که لس کاله وړاندې لاړ شو، هلته طالبانو وخت ناوخت په امریکایانو بریدونه کول او مخامخ جګړه به یې ورسره کوله، خو اوس دا هر څه له منځه تللي، د جګړې مسولیت افغان ځواکونو په غاړه اخیستی او امریکا یواځې په بیزونو کې پراته دي او بس.
له تېرو څلور کلونو راهیسې د ټول هېواد امنیتي او دفاعي مسوولیت افغان ځواکونو سره دی او د جګړې په لیکه کې هیڅ امریکايي نشته، طالبان یې هم ګوري او هم خبر دي چې اوس د دوی په مقابل کې امریکایان نه بلکې افغان ځواکونه ولاړ دي او جګړه ورسره کوي.
طالبان دا خبره ډيره په سپين سترګۍ کوي چې جګړه یې له امریکا سره ده او افغان لوري سره هیڅ ډول خبرې نه کوي، خو د طالبانو په هر برید کې که په هر هدف یې کوي، افغانان پکې قرباني ورکوي.
که د طالبانو دا خبره سمه وي چې له امریکا سره په جګړه دي، نو بیا ولې په کابل بانک برید کوي، ایا هلته امریکایان دي، بیا ولې د کورنیو چارو وزارت مخې ته برید کوي، ایا هلته امریکایان و چې نږدې پنځه سوه ملکي وګړي یې پکې شهیدان او ټپيان کړل.
له تېرو څلور کلونو راپدیخوا طالب هیڅ مثال نه شي ورکولای چې په بهرنیانو دې برید کړی وي او یو بهرنۍ دې پکې وژلی وي، هیڅ مثال نه شي ورکولای، خو بیا هم په ډیرې سپین سترګۍ سره وایي چې د جنګ اړخ یې امریکا ده او سوله هم له امریکا سره کوي.
افغان حکومت ځکه په سوله ټینګار کوي چې طالب افغان وژني او افغانستان ورانوي، افغان حکومت طالب د جنګ اړخ بولي او د سولې په خبرو ورسره ټینګار لري، خو طالب د دې پر ځای چې د سولې په پروسه فکر وکړی او خبرو ته کیني، له وړاندې د سولې خبرې ردوي او له امریکا سره په خبرو باندې تمرکز لري.
همدا د جمعې په ورځ طالبانو د کابل په قابل بای سیمه کې د بهرنیانو یو قراردادي موټر باندې ځانمرګی برید وکړ، دا چې بهرنیان په زري موټرو کې ګرځي، له هر برید خوندي وي، خو دا چې دا بریدونه په عامه لارو او سیمو کې کیږي، ټول قربانیان یې ملکي افغانان وي.
اوس چې د طالبانو لپاره تر بل هر وخت په سوله کې دریځ نرم شو، له طالب بله پلمه ورکه شوه ، وایي موږ په افغان حکومت باور نه لرو.
نو د طالبانو مشرانو واګي د بل چا په لاس کې دي او هيڅکله اجازه نه ورکوي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي، طالبان یواځې د جګړې په دواړو اړخونو کې افغانان د پردیو ګټو لپاره قرباني کوي او د افغانستان د ویجاړی لپاره په جګړه تمرکز کوي.
پکار دا ده چې هغه طالبان له نورو لارې جلا کړي چې د سولې خبرو ته ارزښت ورکوي او نور د افغانستان د وروسته پاتې کیدو لامل نه شي، اوس افغانستان په یو داسې وضعیت کې قرار لري چې هره ورځ یې په راتلونکي باور زیاتیږي چې پرمختګونه به رامنځ ته شي او د نورو هېوادونو سره به سیال شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply