ضمیر کابلوف: کابل، واشنګټن او مسکو د افغان سولې په اړه ګډه ناسته کوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې تاس اژانس ته پرون وویل چې د جون په ۱۵مه یعنې راتلونکې دوشنبې به د روسیې، د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان استازي د وېډیو کنفرانس له لارې د بین‌الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.
کابلوف په وینا په دې درې اړخیزه غونډه کې به دی د روسیې، زلمی خلیل‌زاد د امریکا د متحده ایالاتو او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د افغانستان په استازیتوب برخه واخلي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون وویل چې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره به حکومت له بین‌المللي ټولنې سره یوځای هڅه وکړي.
عبید رادپور

Comments