صیاد: ممکن ټاکنې وځنډیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد وایي، ممکن راتلونکي پارلماني ټاکنو اعلان شوې نیټه وروستۍ شي.
د ټاکنو کمېسیون رییس وایي، هڅه به وکړي چې په اعلان شوې نیټه ټاکنې وکړي، خو دا چې ځینو خلاوو او جنجالونو وخت ضایع کړی، ممکن نیټه وروستۍ شي.
د صیاد په خبره، د راتلونکو ټاکنو لپاره د رای اچونې مرکزونه ثتبیت شوي او د امنیت په پراختیا سره به مرکزونه نورهم ډیر شي.
اوس په ټول افغانستان کې له شاوخوا اوه نیم زره د رای اچونې مرکزونه شته او هڅه دا ده چې ټولو افغانانو ته د رای اچونې زمینه برابره شي.
د ټاکنو کمېسیون دغه راز خبر ورکړ چې په راتلونکو ټاکنو د باور لپاره یې عامه پوهاوي ته بودجه ځانګړې کړې او کار کوي چې خلکو ته قناعت ورکړي چې په رای به یې معامله نه کیږي.
سپوږمۍ پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply