صیاد: د ټاکنو د سبوتاژ کولو مخه مو نیولې

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي، د ټاکنو پر وړاندې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ کار کوي چې دغه پروسه ناکامه کړي.
د ټاکنو کمېسیون له ځوانانو او مدني ټولنو سره په ګډه غونډه کې وویل، د ټاکنو پروسه له ننګونو سره مخ وه خو اوس له ننګونو راوتلي دي.
صیاد ډاډ ښودلی چې د ټاکنو لپاره پوره چمتووالی شته او هیچا ته به اجازه ور نه کړې چې ټاکنې د ځان په ګټه وڅرخوي.
هغه پر خلکو غږ کړی چې ټاکنو کې ګډون وکړي او رای به یې هیڅکله بې ځایه لاړې نه شي.
د ټاکنو کمېسیون په وسله والو غږ وکړ چې د بدلون او رڼو ټاکنو لپآره خلکو ته اجازه ورکړي.
د ټاکنو کمېسیون رییس دغه راز ویلي چې هیڅ ډول فشارونو ته نه تسلمیږي او ټاکنې به په پوره بې طرفۍ باندې رڼې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments