صیادو کې ډله ییز برید شا تمبول شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – سرپل: د سرپل ولایت ځايي چارواکي وايي ، په صیاد ولسوالۍ کې یې د وسله والو ډله ییز برید په شا تمبولی او اته طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرپل د امنیه قومندانۍ عملیاتي مدیرسمونیار سید نقیب الله سادات وویل، تېره شپه د دولت ضد وسله والو مخالفینو له درېو لوریو د صیاد ولسوالۍ مرکز یمچي کلي پر امنیتي پوستې ډله ییز بریدونه وکړل چې په پایله کې د افغان امنیتي ځواکونو د ځوابي بريد په پایله کې د دولت ۴ وسله وال مخالفین ووژل شول او ۴ تنه نور یې ټپیان شول.
د ښاغلي سادات په وینا، په دغه جګړه کې د دولت ضد وسله والو مړي او وسلې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply