صنعتي فابریکو ته برښنا زیاتیږي

comments 0

د افغانستان برښنا شرکت وایي، کار کوي چې د صنعتي فابریکو لپاره برښنا لا ډيره کړي.
هندوکش – کابل: څو ورځې وړاندې هم د پلچرخي صنعتي ښارګوټي کې د برښنا یو بل سب سټیشن پرانیستل شو، خو لا هم برښنا کافي نه ده.
صنعت کاران وایي، که برښنا یې پوره او بیه یې ټیټه شي، کولای شي زیات کسان په کار مصروف او تولیدات زیات کړي
د برښنا شرکت رییس امان الله غالب بیا له صنعت کارانو هم غوښتنه کړې چې د برښنا سکتور کې پانګونه وکړي چې د برښنا ظرفیت زیات شي.
صنعت کارانو بیا په هېواد دننه د دې سکتور د ملاتړ او اسانتیاوو غوښتنه کړې چې له ډير خلک پانګونې ته تشویق شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments