صلاح الدین رباني: حکومت دښځو او نجونو پر حقوقو هیڅ چاسره معامله نکوي

comments 0

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې و حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې، افغان حکومت به له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال د هېچا پر حقوقو معامله و نه کړي.

د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني پرون له یوې المانۍ ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال ویلي، د ښځینه وو حقوقو او د نجونو زده کړې د افغان حکومت لپاره سره کرښه ده او هېڅ وخت به پر دغه مواردو معامله و نه کړي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان مسئله یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او نړیوالو ته په کار ده، چې په دې برخه کې د افغانانو تر څنګ ودرېږي.

رباني وایي افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو هغه سوله ورته د منلو ده چې د کلونو لاس ته راوړنې خوندي کړي او په افغانستان کې د ثبات سبب شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments