صدیقي: طالبان قطر ته له پاکستانه د اوربند په تصمیم ستانه شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو له بیا پیلېدو سره د افغانستان حکومت وايي، که چېرې طالبان په اوربند هوکړه ونه کړي، د سولې روانې هڅې به مناسبې پایلې ته ونه رسېږي.
د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په کابل کې یوې ناستې ته وویل، ممکن طالب استازي د اوربند له طرحې سره له پاکستان راستانه شوي وي.
ښاغلي صدیقي وویل، د افغانستان د حکومت په غیاب کې د سولې پروسه بې معنا ده.
“تردې شېبې چې زه له تاسو سره خبرې کوم، په دې اړه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. د افغانستان په حکومت کې زموږ برداشت دا دی، هر نوم چې دې طرحې ته ورکول کیږي او یا طالبان چې له پاکستانه قطر ته له هر وړاندیز سره ستانه شوي، هغه له زلمي خلیلزاد سره مطرح کوي، زموږ خلک باید د اوربند شاهدان اووسي.”
یوه پوښتنه چې مطرح کیږي هغه دا ده چې که له اوربند پرته طالبانو او امریکا هوکړه لاسلیک کړه، د افغانستان د حکومت دریځ به څه وي؟
ښاغلي صدیقي وايي، د قطر د خبرو د بیا پيل په اړه د افغانستان او امریکا ولسمشرانو غوښتنه دا وه چې بایداوربند وشي.
د نوموړي په وینا له اوربند پرته حتی د تاوتریخوالی کموالی به عملي نه وي.
“د تاوتریخوالي د کموالي موضوع افغانانو ته بشپړه ګونګه ده. که زه یې تشریح کړم، په دې معنا چې هره ورځ لس بریدونه نه کیږي، بلکې پنځه کیږي. یا خدای مه کړه، لس کسان دې نه مري، بلکې پنځه دې مړه شي. موږ په بشپړه توګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي له منځه تلل غواړو.”
عبید رادپور

Comments