صبغت الله مجددي وفات شو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د مجاهدینو د حکومت لومړنی ولسمشر صبغت الله مجد دي ومړ.
صبغت الله مجددي تیره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۴ کلونو په عمر له دې دنیا وکوچيد.
صبغت الله مجددي په ۱۹۲۵ م کال په کابل کې زېږېدلی او زده کړې یې د مصر په الازهر پوهنتون کې کړې وې.
مجددي په افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته په ۱۳۵۷ کال په پېښور کې د خلق دیموکراتیک رژیم پرضد د ملي جبهې په نوم تنظیم جوړ کړ.
دی د ۱۳۷۱ لمریز کال په لومړیو کې د نوازشریف په هڅو د مجاهدینو موقت ولسمشر وټاکل شوی و، خو د ده د حکومت دوره درې میاشتنۍ وه.
ده هڅه وکړه چې د جنرال دوستم په مرسته د خپل حکومت دوره اوږده کړي، ځکه خو یې جنرال دوستم ته د خالد بن ولید لقب ورکړ، خو دوستم ورسره یاري ونه کړه.
صبغت الله مجددي له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۱ پورې د مشرانو جرګې رييس و.
نوموړي دغه راز په ۲۰۰۳ م کال د اساسي قانون د لویې جرګې رياست په غاړه درلود.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments