صالح: کابل کې د وسلوالو طالبانو درې ماین خښوونکي نیول شوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ولسمشر غني لومړی مرستيال امرالله صالح د کابل لپاره د وسلوالو طالبانو درې ګمارل شوي ماين اېښودونکو له نيول کېدو خبر ورکوي.
نوموړي تازه په دې اړه خپل فېسبوک کې ليکلي، ملي امنيت هغه څو کسان په کابل کې نيولي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې يې ماينونه اېښودل.
نوموړی په دې اړه وايي: «د دوی له ډلې روزي خان د ګل مرجان زوی، ګل محمد د حيات‌الله زوی او ګلاجان د نورخان زوی شامل دي چې د ترور په هدفمندو پېښو کې يې هم مستقيم لاس درلود.»
صالح دغه راز زياتوي، چې د عزت‌الله په نوم يې يو بل تن هم نيولی چې د بېکرۍ په جوړولو سره يې د ۳۱۵خېرخانې مېنې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو غړي تثبيت او ترورول.
نوموړی دا هم وايي، د افغان حکومت له زندانونو د ۵ زره خوشې شويو طالب بنديانو له ډلې ۳ تنه يې د کابل په قره‌باغ کې د ترور کوونکې ډلې مرکزي هسته تشکيلوي او د دوی دوه تنه غړي د امنيتي ځواکونو تر څار لاندې دي: «قاري سردار او قاري ذبيح‌الله د خدای ج په فضل تر څار لاندې دي او ژر به له منځه يووړل شي.»
په همدې حال کې د ولسمشر غني لومړی مرستيال امرالله صالح د کابل په قلعه فتح‌الله کې د ګرديزي په نوم يوه کس اړوند د اختطاف کوونکو يوه بانډ او دغه راز د نورعلي په نوم مشهور اختطاف کوونکي چې مزار شريف ته تښتېدلی و، له نيول کېدو خبر ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments