صالح: پاکستان هر کال طالبانو ته د بمونو زرګونه پايې ريموټونه ډالۍ کوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ولسمشر غني لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پاکستان هر کال طالبانو ته د بمونو زرګونه پايې ريموټونه چې د پير او پلور په بازارونو کې د موندلو وړ نه دي، د ډالۍ په توګه ورکوي.
نوموړي نن شنبه د مرغومي په ۱۳مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، دا مخصوص ريموټونه چې يوه پيچلې وسيله ده، نه يوازې د افغانستان بلکې په بهرنيو بازارونو کې هم د پيدا کېدو وړ نه دي. خو په خبره يې پاکستان هر کال زرګونه دغه وسيلې د ډالۍ په توګه طالبانو ته وړيا ورکوي.
نوموړي په دې اړه ليکلي:«په پاکستان کې هم اخيستونکی بايد د دولت اجازه ولري. نن ټاکل شوې ملي امنيت په يوه اعلاميه کې د دې تختونو جزيات چې زرګونه عدده دي او طالبانو ته د پاکستان له لوري په ډالۍ کې ورکول کېږي، واضيح کړي.»
صالح دغه راز د علني محاکمې په ترڅ کې پر اعدام د عادل په نوم هغه کس له محکومېدو هرکلی کوي چې پر کابل پوهنتون يې ترهګريز بريد طرحه کړی و. نوموړی زياتوي چې په ورته خونړيو بريدونو کې د لاس لرلو په تور يو شمېر نور کسان هم سخت مجازات شوي چې په نږدې راتلونکي کې به يې لېسټ له خلکو سره شريک شي.
د ولسمشر غني لومړی مرستيال د ملي امنيت له لوري له ترهګرو ډلو سره د اړيکو په تور د يو شمېر کسانو نيول کېدو ته په اشارې سره دا هم اعلانوي، چې امنيتي ځواکونو په دوو شپو ورځو کې ۵ داسې کسان نيولي چې په کابل کې يې د مقناطسي ماينونو د لېږد را لېږد مسووليت درلود.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments