صالح: طالبانو راته ګواښ وکړ؛چې که کوم کس مو اعدام شي ټول کابل به د وینو په ډنډ بل کړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې (داعشي طالبانو) ورته لېکلي د ګواښ ليک استولی دی.
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي، چې په دې پيغام کې ورته لېکل شوي دي چې که چیرې د حکومت په زندانونو کې د دوی کوم کس اعدام شي، نو دوی به کابل ښار د وينو په ډنډ بدل او د هغه کسانو سرونه به پرې کړي، چې دوی سره بنديان دي.
صالح لېکلي دي چې دا ډول ګواښونه د دوی وړاندې تګ ته خنډونه نه شي پيدا کولی او د هېواد له قضايي ادارو يې غوښتي چې د طالبانو نېول شوي کسان علني محکمه کړي.
تر اوسه طالبانو د ولسمشر د لومړي مرستيال د دغه څرګندونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښوولی.
د يادونې ده چې د ولسمشر لومړي مرستيال له دې وړاندې هم د طالبانو پر وړاندې توندې او د نيوکو ډکې څرګندونې کړې وې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments